د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ په ناوګۍ کې خلکو تاڼه سوځولې او یو تن یې په ډبرو وژلی


ښار باجوړ، انخور له ارشیفه
ښار باجوړ، انخور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ په ناوګۍ سیمه کې قهرجنو کسانو په ځايي پولیس تاڼه کې یو قیدي وژلی او تاڼه یې سوځولې ده.

دا پېښه له هغې وروسته مخې ته راغلې ده چې د باجوړ د بره کمانګرې یو اوسیدونکی عبدالغفور د مې پر ۱۷مه بې درکه شوی وو او د کورنۍ غړو یې په تاڼه کې د ورکېدو راپور هم درج کړی وو خو د مې پر ۱۹مه مازیګر مهال یې مړی وموندل شو.

د باجوړ د پولیسو ویاند سلمان خان د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د عبدالغفور د وژنې په شک کې یو ځايي تن عبدالرشید نیولی وو او په تاڼه کې یې بند کړی وو.

د نوموړي په وینا، د وژل شوي تن د کورنۍ غړو او خپلوانو د مې پر ۱۹مه ماښام مهال په تاڼه برید وکړ، عبدالرشید یې له تاڼې بهر کړ او په ډبرو ویشتو یې وواژی.

پولیس وايي پارېدلو کسانو وروسته تاڼې ته هم اور واچاوه او و یې سوځوله.

د باجوړ د پولیسو یو مشر ګلزار خان د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په دې تړاو یې ۲۵ تنه نیولي او حالت بې په پوره توګه قابو کړی دی.

د باجوړ د پولیسو مشر عبدالصمد تر پېښې وروسته د مې پر ۲۰مه د نورو پولیس چارواکو سره ناوګۍ تاڼې ته ورغلو. نوموړي د سیمې د امنیت په اړه هدایات جاري کړي دي.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د تشدد دا ډول پېښې وخت په وخت کېږي.

په چارسده کې د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۹مه د یو تن تر وژل کېدو وروسته قهرجنو مظاهره چیانو، په قتل د تورن یوه کس کور ته اور واچاوه او هغه یې پکې ژوندی وسوځاوه.

دا راز د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په ۲۸مه د خیبر پښتونخوا چارسدې ضلعې په مندڼي کلي کې بلوه ګرو تر هغې وروسته یوې تاڼې او د پولیسو شپږو چوکیو ته اور واچاوه چې پولیسو ورته د مذهب په سپکاوي د تورن سړي له سپارلو انکار وکړ.

XS
SM
MD
LG