د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تخت سلېمان غره په ځنګلونو له تېرو ۱۰ ورځو اور لګېدلی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې د درازنده سیمې اوسیدونکي وایي، د تخت سلېمان د غره په ځنګلونو کې د تېرو ۱۰ ورځو نه اور لګېدلی دی او انتظامیه یې په مړ کولو کې ناکامه ښکاري.

بلخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند اعزاز محمود د مې پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي چې د تخت سلېمان په غرونو کې د لګېدلي اور د مړ کولو هڅې یې پیل کړې دي خو دغه نورو بیړنیو ګامونو ته ضرورت لري.

د سیمې اوسیدونکي وایي، دغه اور د بلوچستان د موسی خیل او شیراني په منځ کې د شين غره ځنګلونو ته رسېدلی دی. په دې ځنګلونو کې زیاتره د چنغوزو ونې دي چې د ځايي خلکو اقتصاد پرې روان دی. د سیمې د ژغورنې ادارې ریکسو ۱۱۲۲ دا هم ویلي، باید له دوی سره په دې اړه بیړنۍ مرستې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG