د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا په ځنګلونو کې د اور لګېدو لاملونه څه دي؟


په فرانس کې په ۲۰۱۷ م کال د جون پر ۲۴ مه اور وژونکي په کروسيکا ټاپو کې د لګېدلی اور د مړه کولو هڅې کوي.
په فرانس کې په ۲۰۱۷ م کال د جون پر ۲۴ مه اور وژونکي په کروسيکا ټاپو کې د لګېدلی اور د مړه کولو هڅې کوي.

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې د بېلا بېلو سيمو په شاوخوا لس ځنګلونو کې اورونه لګېدلي دي.

د سوات د ځنګلاتو د محکمې مشر ريیس خان د جون پر ۳۰ ه نېټه مشال راډیو ته وويل، څو ورځې وړاندې په مرغزار سيمه کې لګېدلی اور وژل شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې د ځنګلاتو چارواکي د مې له ۱۵مې او د جولای تر ۱۵ مې نېټې پورې مودې ته په ځنګلونو کې د اورونو د لګېدو د موسم نوم ورکوي.

يواځې په سوات نه بلکې په تېره يوه نېمه مياشت کې په صوابۍ، نوښار، اېبټ اباد، هريپور او د مردان په ځنګلونو کې هم اورونه لګيدلي دي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼه لیکي چې اورونو زياتره هغه وني سېځلي چې حکومت د يو ارب ونو د لګولو پروګرام له مخې کرلې وې.

یواځې په سوات نه بلکې په تېره يوه نېمه مياشت کې په صوابۍ، نوښار، اېبټ اباد، هريپور او د مردان په ځنګلونو کې اورونه لګيدلي دي.

ورځپاڼې د جون پر ۲۴ مه نېټه په خپور شوي رپورټ کې د بلين ټریز پروجېکټ مشر محمد طهماسپ په حواله ويلي چې د اورونو لګېدلو په تازه پېښو کې شاوخوا يو لک ونې سوځېدلې دي.

ريیس خان په ځنګلونو کې د اور لګېدو مختلف لاملونه ښيي.

دده په وينا، يوه وجه يې دا ده چې په دغو ورځو کې د پاکستان د نورو ښارونو څخه سېلګر د يخو علاقو په لور مخه وکړي او هغوی يا خو بل سګرېټونه ورغورځوي، يا د پخلي يا شپې مهال لګېدلی اور مړ نکړي.

هغه بل لامل دا يادوي چې په سخته ګرمۍ کې وچوبه وي او تر ونو لاندې واښه وچ شي نو بيا د اور لګېدو امکان زيات شي.

نوموړی یې درېم لامل دا په ګوته کوي چې ځايي خلک وچ واښه د دې لپاره و سېځي چې پر ځای يې د پشکال په بارانونو کې نور واښه زرغون شي.

خو په سوات کې خبريال فضل خالق چې په دې اړه يې يو شمېر رپورټونه جوړ کړي دي ځايی خلک او د لرګو سمګلران د اورلګېدو ذمه واران ګڼي.

هغه وايي، ځايي خلک د کرکېلې لپاره ونو ته اور ورته کوي.

د ده په خبره، د حکومتي او مدني ټولنې له خوا د لرګو پر سمګلرانو د ونو وهلو په اړه فشار زيات شوی نو دده په وينا هغوی ځنګل ته اور ورته کړي او وروسته هغه ونې له ځان سره يوسي.

خو ريیس خان د فضل خالق له دغو دواړو خبرو سره اتفاق نه کوي.

نوموړی زياتوي چې حکومت اوس پلان لري چې د سېلګرو د پوهاوي لپاره ځانګړي پوليس په کار وګوماري.

په ځنګلونو کې لګېدلي اور کې ۵۰ فيصده د نښتر ونې سوځېدلې دي.
محمد طهماسپ

د دې ترڅنګ په رسنيو کې د ځنګلونو له اور څخه د خوندې کولو په اړه هم تبليغات کېږي او سېلګرو لپاره په جوړ شويو مالوماتي مرکزونو کې هغوی ته د اور بلولو په برخه کې له احتیاطه د کار اخيستو لارښونې هم کېږي.

محمد طهماسپ سرکاري اژانس اسوشېېټډ پرېس اف پاکستان (اې پي پي) ته ويلي چې په دې وروستيو کې په ځنګلونو کې لګېدلي اور کې ۵۰ فيصده د نښتر ونې سوځېدلې دي.

نوموړي زياته کړې چې د اور له وجې تر اوسه ۲۵ کسان ټپيان شوي دي او د مجموعي تاوانونو د اټکل لپاره سروې دوام لري.

XS
SM
MD
LG