د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين وايي له محاصره ماريپول ښار یې ۲۶۴ سرتيري ایستلي دي


په ماريپول کې اوکرايني عسکر
په ماريپول کې اوکرايني عسکر

د اوکراين د دفاع وزارت وايي د مې پر ۱۶مه يې له څو هفتو راهيسې د محاصره شوي ماریوپول ښار د فولادو له کارخانې یې ۲۶۴ سرتیري ایستلي دي.

د اوکراین دفاع وزارت له هغې وروسته د دې انخلا دا اعلان وکړ چې د فولادو په دې کارخانه کې د ګېر شوي ازو پوځي بټالين کمانډرانو کې یو د روسي ځواکونو لخوا د محاصرې د ممکنه خاتمې اشارې ورکړې.

د اوکراین د دفاع مرستیاله وزیره هنا مالیار وايي چې ۵۳ سخت ژوبل شوي سرتیري يې روغتون ته رسولي دي او د نورو ۲۱۱ سرتیرو انخلا يې د انساني همدردۍ په بنیاد جوړې کړل شوې راهدارۍ په ذریعه یوې بلې سیمې ته کړې ده.

د روس دفاع وزارت مخکې د یوې لوظنامې له لارې ژوبلو کسانو ته د دغې فولادو د کارخانې د پریښودو او د روس پلوه بیلتون پالو په ولکه کې ښارګوتي کې د درملنې اعلان کړی وو.

تاس خبری اژانس د روس د دفاع د وزارت په حواله وايي چې د کارخانې په خواو شا کې ډز بندي او په انساني بنیادونو جوړ کړل شوې راهداري پرانستل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG