د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین پر دونباس د روسیې د نویو حملو د مقاومت تیاری کوی


اوکرایني سرتېري د هېواد په ختیځ کې له یوه وړوکي ښاره تېرېږي - د مې ۱۵مې انځور.
اوکرایني سرتېري د هېواد په ختیځ کې له یوه وړوکي ښاره تېرېږي - د مې ۱۵مې انځور.

اوکراینيو ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د روسیې د نویو بریدونو پروړاندې د دفاع تیارۍ پیل کړې دي.

کییف د مې ۱۶مې د حملو پروړاندې دا هڅې پر داسې مهال پیل کړې دي چې ناټو سازمان ویلي دي چې د مسکو یرغل له پلان سره سم نه دی روان او د دونباس سیمې د نیولو هڅې یې ټکنۍ شوې دي.

اخوا د مې پر ۱۵مه شپې ناوخته اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په وینا کې وویل، پر دونباس د روسیې د نویو حملو د هڅو پروړاندې د مقاومت تیاری کوي ځکه چې مسکو "غواړي په یو نه یو ډول د اوکراین په جنوب کې خپل حرکت قوي کړي."

زېلېنسکي زیاته کړه چې "قبضه ګر اوس هم نه غواړي ومني چې بندې کوڅې ته داخل شوي دي او د هغوی تش په نوم 'ځانګړي عملیات' دېوالیه شوي دي."

پر اوکراین د روسیې یرغل له سخت مقاومت سره مخامخ دی او همداراز ځواکونه یې ګڼې لوجېسټيکي ستونزې لري.

داسې ښکارېده چې د مسکو لومړی هدف د اوکراین پراخې سیمې نیول او د هغه هېواد حکومت ړنګول ول. خو مسکو د کییف په نیولو کې تر پاتې راتګ وروسته د پلازمېنې له شاوخوا سیمو څخه خپل سرتېري ایستلي او د اپرېل له نیمايي راهیسې یې د اوکراین پر ختیز تمرکز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG