د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د دوایانو کارخانه کې چاودنې دوه کسان وژلي ۱۲ ژوبل دي


باچا حضرت وايي، په پېښه کې د وژلو شویو دوو کسانو څخه د یوه جسد له ملبې راویستل شوی او د بل لټون روان دی.
باچا حضرت وايي، په پېښه کې د وژلو شویو دوو کسانو څخه د یوه جسد له ملبې راویستل شوی او د بل لټون روان دی.

په سوات کې د درملو جوړولو په یوه کارخانه کې د مې په ۱۴مه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د مینګورې د پولیسو یو مشر باچا حضرت له پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، دا چاودنه په فیض اباد سیمه کې، د دوایانو جوړولو په یوې فابریکې کې شوې. نوموړی وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د کارخانې چت ورسره لوېدلی خو نوموړي دا ونه ویل چې د چاودنې علت څه وو؟ هغه وايي، پلټنې یې روانې دي.

باچا حضرت وايي، په پېښه کې د وژلو شویو دوو کسانو څخه د یوه جسد له ملبې راویستل شوی او د بل لټون روان دی.

په ژوبلو ۱۲ تنانو کې شپږ یې مېرمنې ښودل کېږي. دوی (مېرمنو) په کارخانه کې کار نه کولو خو د ودانۍ ترڅنګ یې کورونه دي. ټول زخمیان د سیدو شریف روغتون ته رسول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG