د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: فېنلینډ 'بې له ځنډه' ناټو کې شاملېدل غواړي


یو کس په خارکیف کې د روسي پوځي ګاډي سره نېږدې په موټر کې روان دی - د مې ۱۱مې انځور.
یو کس په خارکیف کې د روسي پوځي ګاډي سره نېږدې په موټر کې روان دی - د مې ۱۱مې انځور.

په داسې حال کې چې په ختیز اوکراین کې درنه جګړه روانه ده فېنلینډ ویلي دي چې "بې له ځنډه" په ناټو اتحاد د ورګډېدو نیت لري.

فېنلینډ له روسیې سره اوږده پوله لري او تر لسیزو بې پرې پاتې شوی دی خو تازه اعلان یې په دې تګلاره کې د بدلون ښکارندويي کوي.

د فېنلینډ ولسمشر ساولي نېنسته او وزیراعظمې سنا مرین د مې پر ۱۲مه په ګډ بیان کې وویل، د ناټو غړیتوب له ترلاسه کېدو سره به د فېنلینډ امنیت پیاوړی شي.

دوی زیاتوي چې د دې پرېکړې لپاره پر ولسي کچ اقداماتو ته اړتیا ده چې په راتلونکو ورځو کې به یې په چټکۍ اخلي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ ویلي چې د هېواد په ختیځ کې یې د روسیې یو برید په شا تمبولی دی.

د اوکراینیو ځواکونو مشر ویلي چې د خارکیف په شمال کې یې یو کلی پېتومنیک بیا نیولی دی. خارکیف د روسیې له پولې څخه شاوخوا ۴۰ کېلومیټره لیرې پروت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG