د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د نهم او لسم بورډ امتحانونه د مې په ۱۳مه پیلېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

ټاکل شوې چې د خيبرپښتونخوا د سرکاري سکولونو د نهم او لسم ټولګيو د بورډ امتحانونه د مې پر ۱۳مه پيل شي.

د صوبې حکومت وايي، د دې ازموينو په شفافه ډول د کولو لپاره ټول اړين انتظامات شوي دي. دا به د دوو کلونو تر وقفې وروسته، چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له وجې راغلې وه، لومړی ځل وي چې د نهم او لسم ټولګيو زده کوونکي په هالونو کې پرچو حلولو ته کېني.

صوبايي حکومت د دې زده کوونکو شمېر ۸۲۱۹۰۶ او د هغوی د امتحاني مرکزونو هغه ۳۲۵۳ ښوولی.

په وزیرستان کې د "تعليم ښار" پروژه او د خلکو غوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:58 0:00


پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د ابتدايي او ثانوي تعليم د وزير شهرام خان ترکۍ په حواله ويلي چې د نهم او لسم د بورډ امتحان د څار لپاره په ۲۳۷۲۰ کسانو مشتمله عمله مقرر شوې.

نوموړي د مې پر ۱۰مه په پېښور کې د دې ازموينو لپاره د شويو تياريو د جاج اخيستنې په موخه د تعليم محکمې له افسرانو سره غونډه وکړه.

د ترکۍ په حواله زياته شوې چې په ټولو امتحان هالونو کې به سي سي ټي وي کامرې لګول کېږي او دا چې د تعليمي بورډونو مشران به د بجلۍ له محکمې سره په نيږدې رابطه کې وي چې د امتحان پر وخت د لوډشيدنګ مخه ونيول شي.


د صوابۍ د وړوکي لاهور تحصيل تعليمي افسر غذا باچا د مې پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل، دی ډاده دی چې د صوبايي حکومت د اقداماتو په نتيجه کې به د نهم او لسم ټولګيو امتحانونه په ښه شان ترسره شي. نوموړي وویل، اول ځل دی چې د نوښار او صوابۍ د زده کوونکو د پرچو کتلو لپاره هم په دې ضلعو کې مرکزونه پرانېستل کېږي:

"د امتحانونو د شفافيت په خاطر له ۶۰ نيولې تر ۷۰ فيصده پورې هالونه د انټرنېټ له لارې له مرکزي بورډونو سره تړل شوي دي. د بورډ د عملې ترڅنګ د امتحانونو د څار لپاره د اعلا وزير د دفتر ځانګړې ډلې د بېلا بېلو ضلعو سفرونه کړي او د هالونو او تياريو جاج يې اخيستی دی. پخوا به پرچې په بورډ کې کتل کېدې. د صوابۍ يو استاد به مجبور وو چې د خپلې ډيوټۍ ترڅنګ د پرچو کتلو لپاره مردان ته هم ولاړ شي. اوس حکومت ويلي چې په نوښار او صوابۍ کې د پرچو کتلو مرکزونه جوړوي. دا کار به دې ته زمينه برابره کړي چې يو ځايي استاد د زده کوونکو پرچې په دقت سره وګوري او تکړه زده کوونکي ښې نمبرې ترلاسه کړي."

خو د مومندو د يکه غونډ هايي سکول د نهم او لسم ټولګيو يو ښوونکی جنګرېز خان، چې دی د "تنظيم اساتذه پاکستان" په نوم د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحاديې يو غړی هم دی، وايي چې دوی د تعليم محکمې له نوټيفیکيشنونو په تنګ راغلي دي:

"موږ ته حکومت يو څه مسلې جوړې کړې دي. په داسې حال کې چې د لسم د بورډ امتحان شروع کېږي، موږ وار له مخه د شپږم، اووم او اتم ټولګيو ازموينې پيل کړې دي. د تعليمي کال لپاره زموږ شيډيول يې راته ګډود کړی دی. حکومت پر موږ د حکمنامو سم باران جوړ کړی دی. نور زه ويلای شم چې راتلونکی امتحان به ښه وي. زده کوونکو ته مو سبقونه ورختم کړي دي."

خوستۍ نجونې له طالبانو د تعلیم اجازه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د کورونا وبا په وخت کې د ټول پاکستان ماشومان په سکولونو کې له مخامخ زده کړو او له امتحانونه وروکولو محرومه پاتې شول. همدا وجه ده چې د صوابۍ د باجا کلي د هايي سکول د لسم ټولګي يو زده کوونکی افنان خيالي د پرچې ورکولو تصور يو څه اندېښمن کړی.

هغه وايي:

"زما له اردو ادب سره زيات شوق دی او دا مضمون مې ښه تيار کړی دی. ټولګيوال مې هم زياتره قابلان دي. بيا هم وېرېږو ځکه نه پوهېږو چې هال او استادان به مو څنګه وي؟ خو دا ده چې استادانو مو ټول مضامين راته ختم کړي او د پرچې کولو طريقه يې هم راښوولې ده. زه پخپله او ډېری ملګري مې هم د نقل په حق کې نه يو."

د پاکستانيو سکولونو په امتحانونو کې د زده کوونکو لخوا د نقل کولو موضوع پخوانۍ ده. همدې مسلې ته په اشارې د شمالي وزيرستان د رزمک سب ډويژن تعليمي افسر فدا وزير د مې پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل، د بنو بورډ مشر د نقل د مخنيوي لپاره امتحاني څارونکیو ته ځانګړي هدايات جاري کړي دي.

وزير له دوه کلن ځنډ وروسته د زده کوونکو په فزيکي توګه هالونو ته پر تګ او پرچو ورکولو خوشاله دی، او دا ځکه چې د ده په خبره، د کورونا وبا په وختونو کې د زده کوونکو تعليمي چارې خورا اغېزمنې شوي.

هغه وايي:

"د بچيو تعليم متاثره شوی، خو امتحان ترې بايد واخيستل شي. د تېرو دوو کلونو د امتحانونو نتيجې ښې نه وې. نالايقه ماشومانو ته خامخا زياتې نمبرې ورکړل شوې وې. زموږ استادانو ماشومانو ته ټول مضامين ښوولي، تر خپله وسه مو يو شمېر نور انتظامات هم کړي دي. خو ځينې خاص انتظامات لکه د کيمرو نصبول، دا بيا په بنو بورډ پورې اړه لري. ښه خبره دا ده چې بورډ د ټولو سپروايزرانو غونډه بللې وه او ورته يې په زغرده ويلي وای چې په امتحان کمره کې د نقل مخنيوی به يقيني کوي. پر دې سربېره، ضلعي انتظاميې هم ويلي چې پر امتحاني مرکزونو به ګرځي او مسلې به حلوي."


اخوا په پاکستان کې پر تعليمي چارو له څېړنې کوونکې يوې غير سرکاري ادارې [الاينس فار ميتس اينډ ساينس] سره د پالېسۍ جوړونې په برخه کې کارکوونکی عمر اورکزی وايي، د دې هېواد امتحاني نظام پر ځای د دې چې د زده کوونکو فکري او تخليقي صلاحيتونه رابرڅېره کړي، هغوی او هم يې ميندې او پلرونه د لږو او ډېرو نمبرو په مسله کې ښکېلوي.

نوموړی وايي:

"له موږ سره داسې ستراتېژۍ نه وې چې معلومه کړو چې د کورونا وبا له لاسه زموږ د ماشومانو زده کړې تر کومه بريده اغېزمنې شوي او دا چې د شوي تاوان ازاله بايد څنګه وکړو؟ ما د ټولو اسيايي هېوادونو د سکولونو امتحاني نظامونه مطالعه کړي او دا ويلی شم چې له بده مرغه، د پاکستان هغه ترټولو کمزوری دی. زموږ لپاره تل د يوه ماشوم نمبرې لومړيتوب لري، دا نه ګورو چې ايا هغه پر یوه مضمون په سمه توګه پوه شوی دی او که نه؟ ماشومانو مو تېر دوه کاله زياتې نمبرې واخيستې، خو که د راتلونکو ازموينو نتيجې يې ښې رانغلې، او زيات امکان دی چې همداسې به وي، نو له ماشومانو سره سره به د هغوی ميندې او پلرونه هم خپه وي."

د خيبرپښتونخوا حکومت ويلي، د صوبې د ۱۱م او ۱۲م ټولګيو د ۵۳۴۱۱۸ زده کوونکو د بورډ امتحانونه به راتلونکې جون مياشت کېږي. د دې ازموينو لپاره ۱۸۴۵ مرکزونه ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG