د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین شخړه، په اوډیسا توغندي لګېدلي


راپورونه وايي، د اوکراین جنوبي ساحلي ښار، اوډيسا په ميزايلو ويشتل شوی دی.
راپورونه وايي، د اوکراین جنوبي ساحلي ښار، اوډيسا په ميزايلو ويشتل شوی دی.

په جنوبي اوختيځ اوکراين کې د مې په ۱۰مه جګړې په داسې حال کې زور اخیستې چې جنوبي ساحلي ښار، اوډيسا په ميزايلو ويشتل شوی دی.

په ظاهره دا د رسد د لارو د ګډودولو کوښښ دی. بلخوا د امريکې د ملي استخباراتو ادارې مشرې، اوريل هېنز د سینيټ غړو ته ويلي، امريکا باور لري چې د روسیې ولسمشر ويلاديمير پوتين د اوږدې جګړې لپاره تیاری نیسي.

هغې پر وسلو د سینيټ د څارنې کمېټې ته د مې په ۱۰مه وويل: "زموږ ارزونه ښيي چې ولسمشر پوتين په اوکراين کې د اوږدې شخړې لپاره تياری نيسي چې په ترڅ کې یې دی لا هم له دونباس ور اخوا د اهدافو ترلاسه کولو نيت لري."

واشنګټن دا وړاندوينه په داسې حال کې کړې چې جرمني د بهرنيو چارو وزیره د خپل اوکرايني سيال سره د خبرو لپاره کېيف ته لېږلې ده. د بهرنيو چارو وزیرې، انالينا بېرباک په کېیف کې د سفارت د بيا پرانیستلو اعلان وکړ او ژمنتيا یې وښوده چې د همیشه لپاره جرمني د روسیې له انرژۍ څخه وګرځوي.

اوکراين ويلي چې ځواکونو یې د هېواد په شمال کې د خارکېيف ښار سره نږدې له روسي ځواکونو څخه کلي نيولي دي. خو روسي پوځيانو په جنوبي ساحلي ښار، ماريپول کې د اوسپنو پر هغه کارخانې بریدونه زیات کړي چې د اوکراين اخري دفاع کوونکي پکې لا هم مقاومت کوي. په دوی کې ډيری یې زخميان دي او ورسره لږ تر لږه ۱۰۰ ولسي وګړي هم شته دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG