د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د اوړو او چيني قیمتونه کم کړل


په کراچۍ کې يو سړی د اوړو بورۍ اوچتوي (انځور له ارشيفه)
په کراچۍ کې يو سړی د اوړو بورۍ اوچتوي (انځور له ارشيفه)

د پاکستان د حکومت د اقتصادي همکارۍ کمېټې د اوړو د ۲۰ کیلو نرخ له ۹۵۰ څخه ۸۰۰ روپو او د چیني يا بورې د یو کیلو نرخ له ۸۵ څخه ۷۰ روپو ته د کمولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان سرکاري رېډیو د مې پر ۱۰مه پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې يوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ کې په یوه غونډه کې د غوړو په یو کیلو نرخ کې ۱۹۰ روپو رعایت ته د دوام ورکولو پرېکړه هم وشوه.

بلخوا وزیراعظم شهباز شریف په خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان کورني ضرورتونو ته په کتو یې د چیني په برامداتو د بشپړ بندیز امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG