د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوريا یو وار بیا د بيلېسټيک توغندي ازموینه کړې


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکي وايي چې شمالي کوریا د جاپان سمندر ته یو بیلېسټیک توغندی توغولی دی.

د مې پر اوومه دا راپورونه درې ورځې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې پیانګ یانګ د میزایل نوې ازموینه وکړه. تر ازموینې مخکې اندېښنې وې چې ګواکې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې تیاری کوي.

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو مشر په یوه بیان کې دا یو "ناپیژندل شوی توغندی" و بللو. خو وروسته وویل شول چې دا یو بیلېسټیک توغندی ښکاریدلو چې د سینپو ساحلي ښار ته نږدې له یوه ابدوز څخه توغول شوی وو. په عین حال کې د جاپان د دفاع وزارت د خالي پر ورځ پر ټویټر پاڼه وویل چې دا ښايي یو بیلېسټک توغندی وي.

پیانګ یانګ د مې پر څلورمه د توغندي ازموینه وکړه. له جنورۍ راهیسې شمالي کوریا د وسلو ۱۴ ازموینې کړي. په دې کې د ۲۰۱۷م راهیسې په لومړي ځل د بشپړ واټن ویشتونکي بین البراعظمي بیلېسټیک توغندي ازموینه هم شامله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې پر شپږمه وویل، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د پونګي ري Punggy-ri په نوم د اټومي ازموینې مرکز تیاروي او ښايي د دې (مې) میاشتې په پیل کې هلته ازموینې کولو ته چمتو وي.

د جاپان د دفاع وزیر نوبو کیشي د توغندي تر ازموینې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې "دا په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG