د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: خیبر پښتونخوا کې سخته ګرمي راروانه ده، خلک دې احتیاط وکړي


پاکستان کې عموما د ګرمۍ موسم ډېر سخت وي: انځور له ارشیفه
پاکستان کې عموما د ګرمۍ موسم ډېر سخت وي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت پر ولس غږ کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ اټکل ته په کتو دې له احتیاطه کار واخلي.

د یادې صوبې د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مې له اتمې نېټې څخه د صوبې په میداني علاقو او جنوبي ضلعو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې خپل ځان او څاروي له ګرمۍ و ساتي. د جاري شوې اعلامیې له مخې د تودوخې درجه په عام حالت کې چې په دې ورځو کې څومره وي، تر هغې امکان لري چې له اوو نیولې تر نهو درجو پورې لوړه شي. د مې په اوومه د پېښور په وخت د ماسپښنین په درو بجو د تودوخي درجه ۳۷ سانټي ګراټه وه.

حکومت وايي، خلک دې په سیوري کې پاتې شي: انځور له ارشیفه
حکومت وايي، خلک دې په سیوري کې پاتې شي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې یو چارواکي نثار احمد نن، د مې پر اوومه، مشال ریډیو ته وویل:

"د صوبايي حکومت لخوا ټولو محکمو ته، هغه که زراعت ده که صحت، که لایو سټاک ده، که ریسکیو او که پي ډي ایم اې، کارونه ور حواله شویدي چې هغوی دې بیداره او خبرداره سي څو د هر ډول ناوړې پېښې نه ولس او د هغوی څاروي خوندي وساتل شي، زمیداران پر وخت باخبره کړل شي چې خپله تیاري دې ونیسي او د سیاحت محکمي ته هم ویل شويدي چې د سیلګرو د حفاظت لپاره دې ګامونه پورته کړي."

د موسمیاتو د محکمې یو مشر مشتاق شاه مشال رېډیو ته ویلي چې راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په زیاتره میداني سیمو کې موسم وچ او ګرم وي او د باران هم څه امکان په نظر نه راځي.

د خیبر پښتونخوا د هواپېژندنې اداره وايي وچ موسم، د تودوخي لوړه درجه او د ورښتونو نیشتوالی د خلکو ترڅنګ د څارو ژوند هم ګواښلی شي او د فصلونو د وچېدو امکان هم لیدل کېږي نو خلک دې ویښ او بیداره اوسي.

ډاکټران وايي، په ګرمۍ کې د مایعاتو زیات استعمال ګټور وي: انځور له ارشیفه
ډاکټران وايي، په ګرمۍ کې د مایعاتو زیات استعمال ګټور وي: انځور له ارشیفه

ډاکټر صدیق عدنان چې د پېښور په یو شخصي روغتون کې کار کوي، د مې پر شپږمه یې مشال راډیو ته وویل، له داسې وچ او ګرم موسم نه کمعمره ماشومان، زاړه خلک او د بډوډو یا ګردو ناروغان زیات اغېزمنېدلای شي. نوموړی وايي، کله چې موسم ډېر ګرم شي نو د خولې په شکل کې د بدن اوبه او مالګه کمېږي نو دا امکان وي چې یو څوک یې له وجې بې هوشه شي او یا هم ژوند له لاسه ورکړي نو خلکو له پکار دي چې په یخو خونو کې واوسي او زیاتې اوبه دې وڅښي.

ډاکټران وايي، د ګرمۍ په موسم کې د ویړ اسمان د لاندې تر ډېره وخته پاتې کېدل زیانمن وي او هغو خلکو له چې د کار له وجې مجبوره وي چې لمر ته ودرېږي نو پکار ده چې اوبه زیاتې وکاروي، نرۍ جامې دې وکړي او د لیمو او مالګې ګډ شربت دې وڅښي او ترڅنګ یې که امکان وي نو د وقفې وقفې سره دې د لږې شیبې لپاره سیوري ته دمه کوي.

XS
SM
MD
LG