د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې مسید مشرانو جرګه: د پوځي عملیاتو لپاره کورونه نه پرېږدو


د جنوبي وزیرستان درې مسید مشرانو جرګې پریکړه کړې چې د پوځي عملیاتو لپاره به خپل کلي کورونه پرېنږدي. (انځور: ارشیف)
د جنوبي وزیرستان درې مسید مشرانو جرګې پریکړه کړې چې د پوځي عملیاتو لپاره به خپل کلي کورونه پرېنږدي. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان د درې مسید مشرانو د مې پر شپږمه په سیمه کې د امن لپاره د خیبر پښتونخوا په ټانک کې جرګه وکړه.

د جنوبي وزیرستان درې مسید مشرانو جرګې پریکړه کړې چې د پوځي عملیاتو لپاره به خپل کلي کورونه پرېنږدي.

د مې پر شپږمه په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمشنر په دفتر کې شوې هغه جرګه کې د سویلي وزیرستان د بیلا بیلو سیمو مشرانو او ولسي استازو برخه واخیسته.

یو ګډون وال شیرپاؤ مسید د جرګې د پریکړې په اړه وویل چې د پوځي عملیاتو لپاره یو ځل بیا خپلې سیمې پرېښودو ته اماده نه دي.

نوموړي وویل چې باید د سولې لپاره د خبرو اترو او جرګو لاره غوره کړل شي.


دا جرګه په داسې حال کې شوې چې امنیتي چارواکو د جنوبي وزیرستان په مکین مندیج سیمه کې د تازه پوځي عملیاتو پلانونه په پام کې نیولي دي.

د جرګې د مشرانو په وینا ، پوځي چارواکو ورته ویلي چې هلته د پوځي عملیاتو لپاره باید یو ځل بیا خپل کورونه پرېږدي چې دوی ورته تیار نه دي.

خو د پاکستان پوځ یا هم حکومتي چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي چې دوی په جنوبي وزیرستان کې کله او څنګه عملیات کول غواړي.

د درې مسید مشرانو جرګې د ۳۰ کسانو یوه ډله هم جوړه کړه چې له وسله والو ډلو او حکومتي چارواکو سره به ویني. هغه کمیټي به د مذاکراتو له لارې د بدامنۍ ستونزه هواروي.

د جنوبي وزیرستان د بدامنۍ د پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:56 0:00

د جرګې یو بل غړي او په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر رحمت شاه مسید وویل چې په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو ذمه واري د ریاستي ادارو ده.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو له امله د سیمې خلک له خپلو کلیو او کورونو بېکوره شوي وو.

امنیتي چارواکو تر عملیاتو وروسته ادعا کړې وه چې امن پر ځای شوی دی او سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG