د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په وفاقي کچه اختر ولمانځل شو


په لاهور کې ښځې د اختر لمانځنې په مهال
په لاهور کې ښځې د اختر لمانځنې په مهال

د پاکستان د سرکاري اعلان په بنياد، د مې په درېيمه نېټه په ټول پاکستان کې اختر ولمانځل شو. البته په ځينو ځایونو کې خلکو د مې په دويمه اختر کړی وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې په درېيمه نېټه پر ټويټر ليکلي پيغام کې پر خلکو د اتحاد او يووالي غږ کړی دی. هغه زیاته کړې: ((نن د ګيلو ورځ نه بلکې د اتحاد او اتفاق ورځ ده. یو بل ته د غېږ ورکولو او په شريکه د مسکا کولو ورځ ده.))

د مې په دوهمه چې د سعودي عرب په اعلان د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې اختر وو، هم شهبازشريف د اختر يو پيغام خپور کړی وو. د وزيراعظم له دفتره په خپاره شوې دې پيغام کې نوموړي د پاکستانيانو په ګډون ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکۍ وېلي وي او زیاته کړې یې وه چې حکومت يې په لټه کې دی چې په هېواد کې د بجلۍ کمی څنګه پوره کړي.

په دې بیان کې د شهبازشريف له خولې ويل شوي وو چې د نوموړي په مشرۍ به له بېلابېلو ګوندونو جوړو ایتلافي حکومت به د ګرانۍ په ګډون ټولې مسلې د هرې ورځې په تېرېدو راکموي.

د يادونې ده چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت او د پېښور قاسم علي خان جومات له اعلان سره سم په دې صوبه کې کوچنی اختر د مې په دويمه ولمانځل شو.

XS
SM
MD
LG