د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي بريدونو د اوکراین اوډیسا ښار هوايي‌ ډګر ځغاستليکه ويجاړه کړې


په اوډیسا کې د يوې کلېسا خوا او شا تر بمبارۍ وروسته پورته شوي لوګي ښکاري

د روسیې ځواکونو د اوکراين په درېيم لوی ښار اوډيسا کې د اپريل پر ۳۰مه د هوايي ډګر ځغاستليکه يا رن وې ويجاړه کړې ده.

دا بريد په داسي حال کې شوي چې د اوکراين ولسمشر وولودیمېر زېلینسکي ويلي چې "د روسیې لخوا د شویو ظلمونو" په اړه د خلکو د قهر په ترڅ کې د سولې خبرې کول ګران دي.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف ويلي دي چې د لویدیځ بندیزونه او د وسلو لیږد د خبرو اترو مخه نیسي.

په همدې حال کې په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي یو شمېر ملکي وګړي د اوکراین له محاصره شوي ساحلي ښار ماریوپول څخه وویستل شي. بلخوا روسیې د اوکراین په ختیځ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

روسیې د اپریل په مه ۳۰ نېټه ادعا وکړه چې د ختيځ اوکراین په دونباس سیمه کې یې د لوهانسک او دونیڅک د بشپړ کنټرول په هڅه کې تر ۳۸۰ زیات هدفونه په نښه کړي خو د اوکراین پوځ مشر دا رد کړي، البته ویلي يې دي چې جګړه دوام لري.

XS
SM
MD
LG