د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لنډي کوتل تحصیل خلک د بجلۍ رسد ټکني کېدو اندېښمن کړي


د لنډي کوتل خلک وايي، د بجلۍ لویې ستنې د نامعلومو کسانو لخوا له بېخه پرې کړل شوي دي.
د لنډي کوتل خلک وايي، د بجلۍ لویې ستنې د نامعلومو کسانو لخوا له بېخه پرې کړل شوي دي.

د خیبر ضلعې د شاګۍ سیمې خلک وايي، د بجلۍ د رسد د ستنو د لوېدو له کبله په لنډي کوتل تحصیل کې د بجلۍ رسد ټکنی شوی او خلک یې له وجې په ستونزو کې راګېر شوي دي.

ځايي خلک وايي، د بجلۍ لویې ستنې د نامعلومو کسانو لخوا له بېخه پرې کړل شوي دي. د هجرت علي افریدي په نوم یو ځايي تن د اپریل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل:

"له پېښور نه چې د شاګۍ په غرونو کې لنډي کوتل ته کوم د بجلۍ تار غځېدلی، هر کال یې ستنې راپرېووځي. دا ځل له مرمت نه څلور میاشتې وروسته دغه ستنې پرې شولې. موږ اوس له بجلۍ نه محرومه یو، ټیوب ویلونه مو بند شوي، د اوبو له کمبوت سره مخامخ یو او په روژه کې راته ډېر لوی کړاو جوړ شوی دی."

یو بل ځايي اوسیدونکی اختر علي شینواری بیا وايي، حکومت له پکار دي معلومه کړي چې دا ډول تخریبي کارونه څوک کوي:

"پکار ده چې د دغې پېښې سخته پلټنه وشي او د ککړو کسانو خلاف سخته کارروايي وشي. په دې روژه کې او په ګرمۍ کې موږ اوبو ته محتاجه یو، سبزۍ او غوښې مو خرابېږي ځکه چې د بجلۍ د نیشتوالي له وجې مو فریجونه بند دي."

قبایلي ضلعو ته د بجلۍ د رسد د ادارې [ټیسکو] یو چارواکي شاهد خان د اپریل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، هغوی لاس په کار دي او هڅه کوي دا ستونزه زر هواره کړي:

"د دغې پېښې د پلټنو لپاره مو قانوني کارروايي کړې، اېف ايي ار مو درج کړی او پولیسو ته مو په سختۍ سره ویلي چې د پېښې عاملین دې ونیسي."

نوموړی وايي، د شاګۍ غرونو ته یې د مرمت لپاره ضروري سامانونه رسولي او ځینې ستنې یې بیرته درولي هم دي او ډېر زر به لنډي کوتل تحصیل ته د بجلۍ رسد بحال شي.

د خیبر خلک وايي، په شاګۍ کې په وار وار دا ډول پېښې تکراریږي نو حکومت له پکار دي چې د ساتنې لپاره یې کسان وګوماري.

XS
SM
MD
LG