د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان او خیبر ضلعو له کډوالو سره د اختر په مناسبت مالي مرستې کېږي


د شمالي وزیرستان کډوال د مرستو ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه
د شمالي وزیرستان کډوال د مرستو ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان او خیبر قبایلي ضلعو له کډوالو سره د مالي مرستو لپاره د ۳۷ کروړه روپیو بل قسط جاري کړی دی.

د ادارې د چارواکو په وینا، په دوو ورځو کې به د کډوالو هرې کورنۍ ته ۱۲،۰۰۰ روپۍ د هغوی موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې ورکړي.

د ادارې ویاند احسان داوړ د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دغه میاشتنی قسط دی چې پکې هرې کورنۍ ته د پیسو تر څنګ د ۸،۰۰۰ روپیو په ارزښت خواړه هم ورکوي.

نوموړي وویل، د اختر په مناسبت هغه مرستې له افغانستانه د نویو ستنو شویو کډوالو او په پاکستان کې دننه د بې کوره شویو کډوالو له شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کورنیو سره کېږي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو له پیلېدو سره سم لکونه خلک د هېواد دننه بې کوره او زرګونه افغانستان ته کډوال شول چې تر هغې وروسته د پاکستان حکومت ورسره د مرستو لړۍ پیل کړه.

تر دې څو کاله مخکې د خیبر په یوشمېر سیمو کې هم د وسله والو ضد عملیاتو له کبله ګڼ خلک بې کوره شوي ول چې ورسره حکومت مالي او نور مرستې کولې.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوې خو زرګونه کسان لا هم د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا او همداراز، د بنو په بکاخېلو کیمپ کې پرتې دي چې د ستنېدو بهیر یې روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG