د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لارې پرانيستو وروسته تجارت زيات شوی


د تورخم پر لار تجارتي مال وړونکي ټرکونه
د تورخم پر لار تجارتي مال وړونکي ټرکونه

د افغانستان ماليې وزارت چارواکي وايي د تورخم تر ۲۴ ساعته پرانيستې وروسته، اوس د پاکستان سره سوداګري زياته شوې ده. د دې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي د وېزو اسانولو او سوداګرو ته د نورو سهولتونو په برخه کې د افغانستان ماليې، بهرنيوو چارو او سوداګرۍوزارتونه سره وخت په وخت ناستې کوي

هغه د سپتمبر په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل: ((پخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورځې د تجارت درې سوه ټرکونه تلل راتلل. اوس دا له پنځه سوو څخه شپږ سوو پورې دي. د وېزو مسله شته ده. پر سر د وېزو ورکول د تجارانو لپاره اسانتياوې رامنځته کولی شي. دا کار موږ د بهرنيوو چارو او سوداګرۍ وزارت سره بحث کړی وو. دوی د حامد کرزي نړيوال هوايي مېدان کې دا سهولت رامنځته کړ چې ښې نتيجې يې درلودلې.))

د پاکستان وزيراعظم د سپتمبر په اتلسمه د تورخم لار په څلور ويشته ساعته ډول د سوداګرۍ لپاره پرانيسته. خو سوداګر وايي چې د دواړو خواوو له خوا د وېزې ورکړه لا هم د دوی تجارت ته خنډونه جوړ کړې دي. د تورخم له دروازې د ننګرهار ولايت د لارې د افغانستان نورو برخو ته مالونه وړل کېږي. په ننګرهار کې د جلال اباد چېمبر آف کامرس يا تجارت خونې وياند، شاکرالله صافي د سپتمبر په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې له دواړو هېوادونو غواړي چې يا سوداګرو ته اوږدمهاله وېزې ورکړي او يا هم تورخم ته په رسېدو ورته د ننوتو او وتلو ټاپې ووهي.

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې که پاکستان افغانانو ته وېزې اسانه کړي نو دوی له پاکستانه ورتلونکو سوداګرو او مال وړونکو ډرايورانو ته د وېزو شرایط ښه کولی شي. دې چارواکي زياته کړه چې د پاکستان سره خرابې سياسي اړيکې په تجارت هم بده اغېزه لري چې له کبله یې کله سوداګري ښه او کله ډېره بده وي.

د پاک – افغان چيمبر اف کامرس يو مشر غړي، زاهد شينواري مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې يې چارواکو ته بيا بيا ويلي چې افغان سوداګرو ته د وېزې ورکول اسانه کړي خو د هغه په وېنا دې مسلې ته چا پام نه دی کړی.

نوموړی زياتوي: ((موږ له ډېر وخت راهيسې غوښتنه کړې چې پاکستان دې افغان سوداګرو ته همغسې وېزې ورکول پېل کړي لکه څنګه یې چې د نورو ځينو هېوادونو تجارانو ته پاکستان ته د ننوتو په وخت ورکوي. دې سره به د دواړو غاړو پښتنو اقتصاد ډېر ښه شي. خو بدبختي دا ده چې دا غوښتنه نه ده پوره شوې.))

اوسمهال بايد هر تجار او د مال وړونکي ټرک ډرايور د يو بل له قونصلګريوو يا سفارتونو وېزې واخلي. د افغانستان او پاکستان د بېلابېلو تجارتي خونو يا چيمبر آف کامرس تر مخه د دې دواړو هېوادونو ترمنځ دا مهال د يو اعشاريه دوه اربه ډالرو تجارت کېږي چې د دوی په خبره که یې په مخ کې پراته خنډونه ختم کړل شي، نور هم زياتېدلی شي.

XS
SM
MD
LG