د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې مسید جرګه: انتظامیې د سویلي وزیرستان ځینو برخو کې د عملیاتو اشاره ورکړې


درې مسيدو جرګه: انځور له ارشيفه
درې مسيدو جرګه: انځور له ارشيفه

د سویلي وزیرستان درې مسید جرګه وايي، انتظامیې ورته د پوځي عملیاتو لپاره د سیمې د پریښودو ویلي دي.

په دې اړه نن (د اپریل پر ۲۳مه) په ټانک کې، د سویلي وزیرستان د ډېپټي کمېشنر په دفتر کې د درې مسیدو جرګې د مشرانو او امنیتي چارواکو تر مینځ یوه غونډه هم شوې ده.

مشال راډیو سره په خبرو کې، د جرګې یو غړي ملک سعید انور وویل چې د ترهګرۍ پیښې خو د پاکستان په نورو برخو کې هم کیږي نو یوازی د مکین مندیج سیمو نه د خلکو ویستل مناسب نه دي. نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې له یو ځای کیدو وروسته، د قبایلي ولس سیمه ییزه ذمه وارۍ ختمې شوي دي او د امنیت ټینګ ساتل، د اړونده حکومتي او امنیتي ادارو ذمه واري ده.

خو له سویلي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین وايي چې پوځي چارواکو ورته په رازین او مندیج سیمو کې د پوځې عملیاتو نه کولو ډاډ ورکړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې د امن او پرمختیا لپاره به د مذاکراتو عمل په وړاندی بوځي.

بل خوا د درې مسیدو جرګې ویلي چې په سیمه کې د بدامنۍ په موضوع د اختر په پینځمه ورځ د ډېپټي کمېشنر په کمپاونډ کې یوه بله جرګه راجوړوي او چارواکي به د خپلو غوښتنو او ستونزو نه خبروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG