د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر د روسيې له ولسمشر سره د اوکراين پر حالاتو خبرې کوي


د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټېرس

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ملګرو ملتونو ستر سکتر انتونیو ګوتېرش به راروانه اوونۍ د یو اوکراین په چارو خبرې کوي.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف پرون (د اپریل پر ۲۲مه) سرکاري خبري اژانس RIA Novasti ته وویل چې دا لیده کاته به د اپریل په ۲۶مه کیږي. نوموړي زیاته کړې چې ګوتېرش به لومړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره ویني او بیا به د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات کوي.

بل پلو، د ملګرو ملتونو یو ویاند ویلي، انتونیو ګوتېرش هیله لري چې د روسیې له ولسمشر سره داسې خبرې وکړي چې له مخې یې په اوکراین کې سولې ته لاره هواره شي.

دا ممکنه ملاقات د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له هغو څرګندونو وروسته په پام کې نیول شوی چې ویلي یې وو، په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرې په ټپه ولاړې دي.

لاوروف یو خبري کانفرانس ته وویل، مذاکرات ځکه ولاړ دي چې روسیې اوکراینيو مرکچیانو ته یو وړاندیز کړی وو خو د پینځو ورځو تیریدو باوجود یې هم ځواب نه دی ترلاسه کړی. .

XS
SM
MD
LG