د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ولسمشر د اوکراین ماریوپول ښار نیولو ادعا کړې ده

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دعوه کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په وینا، ((ازاد)) کړی دی.

په عین وخت کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اوکراین لپاره د ۱،۳ اربه ډالرو د مرستې د اعلان پر وخت د پوتین پرونۍ دعوه د ((شک وړ)) بللې او تر پوښتنې لاندې یې راوستې.

بایډن بېګا وویل، د پوتین پر دعوو سربېره، ((داسې هېڅ شواهد نه شته چې ګواکې ماریوپول دې بشپړ سقوط شوی وي.))

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو تازه پوځي مرسته به د ده په وینا، د هغو ((زړورو)) اوکراینیو ځواکونو او ولسي وګړو د ملاتړ لپاره وي چې په دونباس سیمه کې د روسیې یرغل پروړاندې جنګېږي.

بایډن همداراز د اوکراین د اقتصاد د سمولو او تثبیت لپاره د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د نوموړي مننه کړې خو ویلي یې دي چې هېواد یې لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي پرون د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف مشرانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، اوکراین د وسلو او روانې جګړې لپاره د پیسو په ګډون هره میاشت شاوخوا اووه اربه ډالرو ته اړتیا لري چې اقتصادي تاوانونه پوره کړي.

اخوا په ماریوپول کې د ښار دفاع کوونکي په داسې حال کې د ازوفستال د اوسپنې په لویه کارخانه کې بند پاتې دي چې روسیو ځواکونو د ورننوتو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG