د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب اماراتو افغانستان ته ۳۰ ټنه خوراکي‌مواد ليږلي


  متحده عربي اماراتو ډېر ځله پخوا هم په ژمي او پسرلي کې له افغانانو سره د خوراکي موادو مرستې کړي. (انځور: ارشیف)
  متحده عربي اماراتو ډېر ځله پخوا هم په ژمي او پسرلي کې له افغانانو سره د خوراکي موادو مرستې کړي. (انځور: ارشیف)

د متحده عرب اماراتو له خوا افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته د اپرېل پر ۱۸مه کابل ته رسېدلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل هوايي ډګر کې دا خوراکي‌ مرسته ترلاسه کړه. هغه پر دې مهال رسنیو ته وویل، "متحده عرب اماراتو دا ځل ۳۰ ټنه بېلا بېل خوراکي مواد راليږلي‌دي."

د هغه په وینا،‌ متحده عربي اماراتو ډېر ځله پخوا هم په ژمي او پسرلي کې له افغانانو سره د خوراکي موادو مرستې کړي.

متحده عربي اماراتو داسې وخت له افغانانو سره دا خوراکي مرسته کړې چې د ملګرو ملتونو د رپورټونو پر اساس د افغانستان څه باندې نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG