د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر خپل فرانسوي سیال ته د اوکراین د سفر بلنه ورکړې ده


د اوکراين ولسمشر وولوديمر زېلنسکي
د اوکراين ولسمشر وولوديمر زېلنسکي

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلنسکي ویلي چې خپل فرانسوي سیال اېمانوېل مېکرون ته یې بلنه ورکړې چې هېواد ته یې ورشي او پکې د ده په وینا د روسیو ځواکونو له خوا د نسل کشۍ ثبوت وویني.

فرانسوي ولسمشر مېکرون د نسل کشۍ د اصطلاح له کارولو ډډه کوي.

له سی اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې ولسمشر زېلېنسکي وویل، دی غواړي چې مېکرون په خپله وګوري او پوه شي چې په اوکراین کې جنګ نه بلکې توکموژنه شوې ده.

د اپرېل پر ۱۵مه رېکارډ شوې او د اپرېل په ۱۷ مه په خپره شوې دې مرکه کې ولسمشر زېلېنسکي ویلي چې که ولسمشر مېکرون اوکراین ته ورشي نو دی باوري دی چې پر حالاتو به پوه شي. د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون دا مهال د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره له ښي لاسې نوماندې مرین له پېن سره په کیمپېن کې سیالي کوي.

ټاکل شوې ده چې د فرانس د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو د اپرېل پر ۲۴مه وشي.

ولسمشر زېلېنسکي په خپله مرکه کې زیاته کړې چې د ده په نظر په کار ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم څه وخت د اوکراین په سفر ورشي. خو سپینې ماڼۍ ویلي چې ۷۹ کلن ولسمشر په سمدستي ډول اوکراین ته د ممکنه خطرناکه سفر اراده نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG