د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو پولیس اقصا جومات ته ننوتي


د اپریل پر ۱۷مه سهار پولیسو د جومات بهر لاره له فلسلطینانو پاکه کړې خو لسګونه فلسطینیان اوس هم په جومات کې دننه دي.
د اپریل پر ۱۷مه سهار پولیسو د جومات بهر لاره له فلسلطینانو پاکه کړې خو لسګونه فلسطینیان اوس هم په جومات کې دننه دي.

د اسراییل پولیس په بیت المقدس کې حساسه سپېڅلي ځای اقصا جومات ته ورننوتي دي.

دا له هغې دوه ورځې وروسته ده چې د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ په نښته کې لسګونه کسان زخمیان شول.

د اپریل پر ۱۷مه سهار پولیسو د جومات بهر لاره له فلسلطینانو پاکه کړې خو لسګونه فلسطینیان اوس هم په جومات کې دننه دي.

ولیسو ویلي چې فلسطینیانو د تشدد امکان ته په کتو کاڼي جمع کړي او خنډونه یې درولي دي.

له دې لږ وخت وروسته د جومات بهر د فلسطینیانو او اسرایلي پولیسو ترمنځ د نښتو خبرونه راغلي.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وايي چې په دې نښتو کې ۱۰ تنه زخمي شوي دي.

بلخوا پولیسو ویلي چې جومات ته د دې لپاره ورغلي وو چې د یهودانو د عادي سفر پر مهال د هغوی مرسته وکړي.

پولیسو دا هم ویلي چې امنیتي ځواکونه د مسلمانانو او یهودانو د عبادت لپاره ازادۍ ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG