د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي، له محاصره شویو ښارونو د خلکو ویستلو لپاره له روسیې سره هوکړې ته رسېدلي


د اوکراین مرستیاله وزیراعظمه ایرینا ورشوچک: انځور له ارشیفه
د اوکراین مرستیاله وزیراعظمه ایرینا ورشوچک: انځور له ارشیفه

د اوکراین مرستیالې وزیراعظمې ایرینا ورشوچک ویلي چې د ماریوپول په ګډون د یو شمېر ښارونو څخه د ولسي وګړو د راویستلو لپاره د روسیې سره د نهو بشري دهلیزونو په پرانستلو رضا شوي دي.

نوموړی نن (د اپریل پر ۱۶ مه) په خپل ټیلي ګرام چینل ولیکل چې په مشرقي اوکراین کې له لوهانسک سیمې څخه د وتلو پینځه لارې راووځي. روسیه وايي، دا هغه سیمه ده چې د روان جنګ مرکز ګرځیدلی دی.

د اوکراین مرستیالې وزیراعظمې ویلي چې په لوهانسک سیمه کې به بشري دهلیزونه د روسیې له خوا د بمبارۍله ودرژدو وروسته فعالېږي او په بردیانسک، ټوکماک، ماریوپول او اینرهودار سیمو کې به بشري دهلیزونو ته رسايي یوازې د شخصي ګاډو له لارې کېدلې شي.

د اوکراین په وینا، د روسیې د یرغل نه پس په په ماریپول کې کې تر دې دمه، په زرګونو کسان وژل شوي دي. اوکراین په روسیه تور پوری کوي چې لارې یې تړلې دې او د ګاډو د هغو قافلو مخه نیسي چې له اوونیو راهیسې په دغه ښار کې بند پاتې خلکو ته د مرستو رسولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې روسیې په مشرقي اوکراین کې خپل بریدونه نور ګړندي کړي، اوکرایني چارواکیو په خلکو غږ کړی دی چې له سیمې څخه دې بهر راووځي. د یادونې وړ ده چې په اوکراین د روسیې د ناببره جنګ په نتیجه کې ددغه هیواد د ۴۴ ملینه ابادۍ څلورمه برخه بیکوره شوې ده، ښارونه په ملبه بدل شوي او زیات شمېر خلک پکې وژل شوي او ټپي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG