د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې درې کسان وژل شوي


د طالبانو د حکومت چارواکي وايي وسله وال یې تر برید وروسته نیولي دي.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي وسله وال یې تر برید وروسته نیولي دي.

د افغانستان په لغمان ولايت کې د وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

په لغمان کې د طالبانو د حکومت ویاند صلاح الدین زاهد د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو په رېکشې کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې چې پکې یو تن ژوبل شوی هم دی.

تر اوسه د برید لامل نه دی څرګند، خو د لغمان د والي ویاند زیاتوي چې برید کوونکي له مقاومت وروسته ټپیان شوي او د دوی په ولکه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG