د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران: طالبان دې زموږ د ډیپلوماټیکو ځایونو بشپړ امنیت ونيسي


یو شمېر قهرجنو مظاهره کوونکو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د ودانۍ ښیښې ماتې کړ. د ۲۰۲۲ز کال د اپریل ۱۱مه
یو شمېر قهرجنو مظاهره کوونکو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د ودانۍ ښیښې ماتې کړ. د ۲۰۲۲ز کال د اپریل ۱۱مه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې دې د ایران د ډیپلوماټیکو ځایونو لپاره ښه امنیت برابر کړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د راپورونو له مخې یو شمېر قهرجنو مظاهره چيانو پرون (اپريل ۱۱مه) په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ ډبرې و اورولې او د ودانۍ ښیښې یې ور ماتې کړې.

هغې وېډیو کې چې له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ویل شوي چې یو شمېر احتجاج کوونکي په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد سلوک پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي، ښکاري چې د دغې ودانۍ په دروازه کې تور لوګی پورته کېږي.

ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند تورونو پرضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

د فرانس پرېس اژانس په وینا مظاهره چيانو مخکې له دې چې د طالبانو د ځواکونو لخوا د پېښې له ځایه لیرې کړل شي، د ایران بیرغ ته اور ورته کړ او هم‌ یې د قونسلګرۍ امنیتي کېمرې ماتې کړې.

پرون پر کابل سربېره په خوست کې هم په سلګونو کسانو په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند پر وړاندې مظاهره وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت مخې ته هم د مدني ټولنې یو شمېر فعالان او عام افغانان راټول شوي ول او له ایراني چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په ایران کې دې له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک پای ته ورسوي.

په کابل کې د ایران سفارت. انځور له ارشيفه
په کابل کې د ایران سفارت. انځور له ارشيفه

د فرانس پرېس او اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، په هرات او یو شمېر نورو ښارونو کې د ایران پر ضد قهرجنو افغانانو دغه مظاهرې تر هغه وروسته کړي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې وېډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کېږي، چې ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره بد چلند کوي، هغوی شکنجه کوي او وهي ډبوي يې.

که څه هم ګرانه ده چې په خپلواکه توګه د دغو وېډیوګانو کره‌ والی تثبیت شي، خو په افغانستان کې یې د عامو خلکو پر غصې سربېره د طالبانو حکومت جګپوړي چارواکي هم دې ته اړ کړي چې په دې اړه خپله نارضایتي ایراني چارواکو ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپريل پر ۱۰مه په دې اړه په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي چې ښاغلي متقي د ایران سفیر ښاغلي امینیان ته وویل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره بد سلوک د دواړو هېوادونو پر اړیکو او عامه ذهنیت منفي اغېز کوي او مخالفانو ته به فرصت برابر کړي چې دسیسي جوړې او اختلافات رامنځته کړي.

د بلخي په وینا، د ایران سفیر په ټولنیزو رسنیو کې له افغانانو سره د ناوړه سلوک په اړه د ويډیوګانو خپرول د ځینو ناوړه کړیو منفي تبلیغات وبلل چې د ده په وینا هدف‌ یې د دو دوستو او ګاونډیو هېوادونو ترمينځ د کرکې رامنځته کول دي.

په عین حال کې په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته تر قهرجنې مظاهرې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې له طالب چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د ایران د ډیپلوماټیکو ځایونو امنیت خوندي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده. انځور له ارشيفه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده. انځور له ارشيفه

د دې وزارت ویاند سعید خطیب‌ زاده وویل، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته تر شوې مظاهرې وروسته دې ته اړتیا ده چې زیات اقدامات وشي.

خطیب‌ زاده زیاته کړه چې په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ایران د سفارت او استازو د خوندي فعالیت لپاره باید بشپړ امنیت او لازم ضمانت ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د ایران د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د بهرنیو ډیپلوماټیکو استازولیو او سفارتکارانو د پوره امنیت ډاډ ورکړی.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌ دی پېژندلی، خو د ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفارتونه او نورې ډیپلوماټیکې استازولۍ په دې هېواد کې فعالیت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG