د لاسرسي ځای

تازه خبر

سليم جګړا: خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن ګوند د غړيو ترمنځ اختلافات نشته


پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ. عکس له ارشيفه
پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ. عکس له ارشيفه

د خیبرپښتونخوا د مالیې وزیر تېمور سليم جګړا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د اسمبلۍ د غړيو خپلمنځي اختلافاتو او د صوبايي اسمبلۍ د ماتولو خبرونه بې اساسه بللي دي.

نوموړي پرون (د اپریل پر ۱۱مه) مشال راډیو ته وویل چې اسمبلۍ به خپله پینځه کلنه اييني موده پوره کوي.

ده حکومت مخالفه ګوندونو ته په اشارې سره وويل چې دوی داسې خبرې کوي چې ګواکې د ده په وینا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ ۲۵ غړي له دوی سره شامل شوي دي.

"حقیقت دا دی چې کله هغو (مخالفه ګوندونو) خپل پرېکړه ليک بېرته واخيست او دا ویل کېده چې د پاکستان تحريک انصاف پر حکومت د ولس اعتماد ختم شوی دی، نو موږ پخپله بیا د باور قرارداد راوړی."

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومت مخالفو ګوندونو د اپریل پر اتمه، د وزيراعلا محمود خان پرضد د بې باورۍ تحريک د اسمبلۍ په مرکزي کې جمع کړی وو.

تېمور سليم جګړا دا خبرې تر هغه وروسته مشال راډیو ته کړې چې اپوزيشن ګوندونو د وزیراعلا محمود خان پر ضد د عدم اعتماد جمع کړی تحریک بېرته واخیست، خو تر دې وروسته واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د اپریل پر ۱۱مه پر وزیراعلا د باور تحریک وړاندې کړ. د پرېکړه ليک په حق کې د پاکستان تحریک انصاف ۸۸ غړيو رایې وکارولې.

XS
SM
MD
LG