د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي، بهرنيو پانګه والو ته پر اسانتياو برابرولو کار کوي


يو افغان صراف د کابل په يو مارکيټ کې امريکايي ډالر شماري. عکس له ارشېفه
يو افغان صراف د کابل په يو مارکيټ کې امريکايي ډالر شماري. عکس له ارشېفه

د افغان طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به بهرنیو پانګه والو ته د کابل په هوايي ډګر د افغانستان د بېړنيو وېزو ورکولو ترڅنګ يو شمېر نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د اپرېل پر نهمه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلې.

نوموړي زیاته کړې، دا پرېکړه د طالبانو د ريیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده.

د طالبانو حکومت پانګه والو ته د لا زياتو اسانتياو برابرولو په هدف د کابل په هوايي ډګر کې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو، سوداګرۍ وزارت او استخباراتو ریاست د یوه ګډ دفتر جوړولو ژمنه هم کړې.

XS
SM
MD
LG