د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانيا وزيراعظم له اوکراين سره د يووالي ښوولو لپاره کيېف ته سفر وکړ


د برتانيا وزيراعظم بورس جانسن او د اوکراين ولسمشر وولاديمير زېلېنسکي د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر نهمه په کيېف کې سره وليدل

د برتانیا وزيراعظم وزير بورس جانسن د اوکراین له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره د ليدو لپاره په ناڅاپی سفر کيېف ته تللی.

د جانسن دفتر دا سفر په داسې حال کې له اوکراین سره د يووالي د علامت په توګه ياد کړی چې د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د ممکنه حملو ویرې مخ په زیاتېدو دي.

د اپرېل پر نهمه له زېلېنسکی سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې بورس جانسن د اوکراين پر بوچا او ارپن سيمو د روسيي بريدونه جنګي جرمونو وبلل او زياته يې کړه چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل ځان او روسيې شهرت د تل لپاره خراب کړل.

د برتانيا د وزيراعظم دفتر همداراز ويلي، له ولسمشر زېلېنسکي سره د لیدنې پر مهال بورس جانسن اوکراین ته د ۱۲۰ زغروال ګاډو او بحري بېړۍ ضد توغنديو ورکولو ژمنه وکړه.

د اپرېل پر نهمه د اسټريا چانسلر کارل نیحامر او تر دې يوه ورځ وړاندې د اروپايي کمېشن مشره اورسولا ون دې لېين او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مشر جوزېف بورېل هم کيېف ته تللي ول او له د اوکراين له ولسمشر وولاديمير زېلېنسکي سره يې ليده کاته وکړل.

XS
SM
MD
LG