د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: بهرنیو پانګه‌والو ته د کابل هوايي ډګر کې ویزې او نورې اسانتیاوې برابروو


یو طالب د هغه روسي الوتکې ساتنه کوي چې پکې افغانستان ته مرستندويه سامانونه وړل شوي دي، انځور له ارشیفه
یو طالب د هغه روسي الوتکې ساتنه کوي چې پکې افغانستان ته مرستندويه سامانونه وړل شوي دي، انځور له ارشیفه

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به بهرنیو پانګه‌والو ته د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان بېړنۍ ویزې ولګوي او نورې اسانتیاوې به هم ورته برابرې کړي.

دا خبره د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني د اپریل پر اوومه پر خپل ټویټر لیکلې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې ده.

پانګه‌والو ته د لا زیاتې اسانتیا په هدف د طالبانو حکومت په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو ریاست د یوه ګډ دفتر د جوړولو ژمنه هم ورکړې.

افغانستان دا وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG