د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټراليا په ۲۰ اووريزه لوبه کې پاکستان ته په درو وېکټو ماتې ورکړه


د اسټراليا کرکټ لوبډله د اپرېل پر پینځمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته.
د اسټراليا کرکټ لوبډله د اپرېل پر پینځمه د سیالۍ تر ګټلو وروسته.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د اپرېل پر پینځمه پاکستان ته په ۲۰ اووریزه سیالۍ کې په درو وېکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه د کوربه هېواد پاکستان او اسټراليا ترمینځ د لاهور په قذافي ميدان وشوه.

د پاکستان لوبډلې اول بېټنګ وکړ او اسټراليا ته يې د ۱۶۳ رنز هدف ورکړ. اسټراليا په ۲۰م اوور کې د ۷ وېکټو په تاوان دغه هدف پوره کړ.

د اسټراليا کپتان اېرون فېنچ ۵۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګرځېد. د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم ۶۶ منډې جوړې کړې.

تر دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ټېسټ لوبو سیريز اسټراليا او د يو ورځنيو يا ون ډې هغه پاکستان ګټلی وو.

دا تر ۱۹۹۸ز کال وروسته لومړی ځل وو چې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورغلله. هغه لوبډله په پاکستان کې د ناامنیو له وجې هلته نه تلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG