د امریکا د ملي امنيت سلاکار جيک سولیوان وايي چې د اوکراین له خوا کیيف ته نېژدې ساحو د تمې څخه هم د زیاتې پیاوړې دفاع وروسته د روسيې ځواکونه اوس د اوکراین شرقی او ځينو جنوبي برخو ته ځاي بدلوي.
د اپرېل پر څلورمه سولیوان وويل چې د جګړې په دې پړاو کې باوری دی چې روسيه خپل جنګي اهدافو ته بیا کتنه کوي او په بشپړه توګه د سيمې په نښه کولو پر ځاي د اوکراین شرقي او جنوبي برخو ته متوجې کېږي.
سولیوان زیاته کړه چې د دې هدف ښايي په سیمه کې د اوکرايني ځواکونو محاصره کول او مغلوب کول دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د سرښار[ کيیف] د چاپیر یال څخه د ځواکونو د راايستلو وروسته روسیې اوس خپلې هڅې دوه چنده کړي چې تر يرغل څخه مخکې په سیمه کې د روس پلوه بېلتون خوښو نه هم زیاته علاقه ونیسي.
امريکا فکر کوي چې روسیه به په جنوب کې د کيرسن ښار او په مشرق کې د خارکېف د نیولو لپاره تر خپله وسه پورې هڅې وکړي.