د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې لږترلږه ۲۰ تنه ټپي کړي


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یو ټويټ کې د ټپیانو شمېر لس تنه ښودلی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یو ټويټ کې د ټپیانو شمېر لس تنه ښودلی دی.

په کابل کې د شهزاد په نوم د صرافۍ سرای مسوولان وايي، په دغه سرای کې یوې چاودنې شل تنه ټپیان کړي دي.

د دغه سرای د صرافانو ټولنې مرستیال، حاجي داد ګل مشال راډیو ته وویل، چې دا چاودنه د یو لاسی بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.

ده وویل، "چاودنه د ګډوډۍ رامنځته کولو په موخه شوې، وژل شوي نه لرو، خو شل تنه ټپیان دي، چې د پنځو تنو وضعیت ښه نه دی"

نوموړي وویل، چې دا بم د اپرېل پر درېمه سهار نېږدې لس بجې د یادې سرای له دریم پوړ څخه غورځول شوی دی.

د نوموړي په خبره په ټپیانو کې ښځې هم شته او د پنځو تنو وضعیت ښه نه دی.

د حاجي داد ګل په خبره کابل لپاره د طالبانو د امینه قومندانۍ امنیتي مسوولین سیمه ته رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د دغه پېښې یو شاهد حمید الله ابراهیم خیل مشال راډیو ته وویل، " زه هلته وم، چې یو وار د چاودنې غږ شو، څوک وژل شوي نه وه، خو د ټپیانو شمېر زیات و"

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یو ټويټ کې د ټپیانو شمېر لس تنه ښودلی دی.

په تويټ کې ویل شوي چې دا کار د یو غله و چې موخه یې د خلکو د پیسو غلا کول وه.

شهزاده سرای په کابل کې د صرافۍ تر ټولو لوی بازار دی چې په ورځني ډول سلګونه کسان ورته تګ راتګ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG