د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې پر تاڼې په برید کې ۵ کسان ژوبل شوي


پولیس وايي، برید د ځنګل خېلو پر تاڼې شوی دی.

د کواټ پولیس وايي، د هغه ښار د ځنګل خېلو پر تاڼې د لاسي بم په برید کې یو پولیس او څلور ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د پولیسو ویاند فضل نعیم رسنیو ته ویلي چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه پر موټرسایکل سپرو دوو نامعلومه وسله والو پر تاڼې برید وکړ او وتښتېدل. د نوموړي په خبره، پولیسو ژوبل کسان روغتون ته لېږدولي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د ځنګل خېلو پر تاڼې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG