د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې بلدياتي انتخابات روان دي


د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو ورکولو مرکز کې خپلې رايې کاروي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)
د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو ورکولو مرکز کې خپلې رايې کاروي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)

د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې نن (د مارچ پر ۳۱مه) د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې تر سره کېږي چې څه باندې ۲۸ زره نوماندان ورته ولاړ دي.

د رايو اچولو بهير نن سهار له ځايي وخت سره سم د سهار پر اته بجې پیل شوی او د مازيګر تر پينځو بجو پورې به دوام ولري.

انتخاباتي کمېشن په خيبرپښتونخوا کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات اعلان کړې ول چې په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو لکه پېښور، بونير، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هري پور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاو

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه د بلدیاتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو لکه شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزي، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، ملاکنډ، ايبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بر چترال، کوز چترال، بر کوهستان، کوز کوهستان او کولايي پالس کې ټاکنې تر سره کېږي.

په دې ضلعو کې ۶۵ تحصيلونه دي او د يونين کونسلو شمېر ۱،۸۳۰ دی. بلخوا په دغو بلدیاتي انتخاباتو کې تر ۲۸ زره زیات نوماندان د بېلابېلو څوکیو لپاره ولاړ دي.

پر دې سربېره، تر ۸۰ لکه زیات کسان د ووټ ورکولو وړ ګرځول شوي چې څه باندې ۴۴ لکه او ۸۹ زره يې نارینه او څه باندې ۳۵ لکه ۶۷ زره يې ښځې دي.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي رايې اچولو مرکز کې ښځې ووټونه اچوي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)
د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي رايې اچولو مرکز کې ښځې ووټونه اچوي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)

د خیبر پښتونخوا د الیکشن کمېشن ویاند سهیل احمد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې انتخاباتي کمېشن د بلدیاتي انتخاباتو لپاره تر ۱۶۰۰ زیات د رایو مرکزونه حساسه ګرځولي دي.

"زموږ سره څه د پاسه ۶۰۰۰ پولینګ مرکزونه دي. په دې کې څه د پاسه ۱۶۰۰ ډېر زیات حساس ګرځول شوي دي. په حساسو پولینګ مرکزونو کې به د عامو هغو پرتله زیات امنیتي اهلکاران ګمارل کېږي."

قبايلي ضلعو کې بلدياتي انتخابات

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې دا لومړی ځل دی چې بلدياتي انتخابات کېږي. د پخوانۍ فاټا اووه سيمي د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې د ۲۵م اييني بدلون له منظورۍ وروسته په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شوې. تر هغه وروسته د ۲۰۱۹ز کال په جولای مياشت کې په لومړي وار په دغو قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وشول.

د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو اچولو مرکز بهر ولاړ دي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)
د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې ځايي خلک د رايو اچولو مرکز بهر ولاړ دي. (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۱مه)

له دغو اوو قبايلي ضلعو څخه درې ضلعې (خيبر، مومند او باجوړ) د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې شاملې وې چې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه ټاکنې پکې وشوې. په پاتې څلورو ضلعو (شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه او اورکزو) کې بيا د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې ټاکنې کېږي چې نن (د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه) روانې دي.

پاکستان کې د مقامي حکومتونو تاريخ

په پاکستان کې په اول ځل د مقامي يا بلدياتي حکومتونو نظام په ۱۹۵۹ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال محمد ايوب خان وړاندې کړی وو. په هغه وخت کې یې دې ته د "بېسيک ډېموکرېسي ارډيننس" يا د بنيادي جمهوريت فرمان نوم ورکړی وو.

په دويم ځل د مقامي حکومتونو نظام له ۱۹۷۷ز کال څخه تر ۱۹۸۸ز کال پورې جوړ شوی وو. په دې موده کې يو بل پوځي واکمن جنرال محمد ضياوالحق په واک کې وو. تر هغه وروسته په ۲۰۰۱ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د مقامي حکومتونو جوړولو فرمان منظور کړ او په ټول هېواد کې يې بلدياتي انتخابات وکړل.

تر دې وروسته په ۲۰۰۸ز کال کې د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري صوبو ته دا اختيارات ورکړل چې بلدياتي انتخابات تر سره کړي. وروسته د بلوچستان اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز او خيبر پښتونخوا، پنجاب او سېند صوبو په ۲۰۱۳ز کال کې د مقامي حکومتونو جوړولو لپاره د قانون منظوري ورکړه.

په خيبر پښتونخوا کې په وروستي ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړې وه او د قانون له مخې نوې انتخابات بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوي وای خو صوبايي حکومت یې د ځنډ لامل په انتخاباتي قوانینو کې بدلون او وروسته کورونا وبا ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG