د لاسرسي ځای

تازه خبر

لويديزو هېوادونو په اوکراین د روسيې د پوځي فعالیتونو کمولو پر اعلان شکونه څرګند کړي


روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین حمله وکړه ـ انځور له ارشيفه
روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین حمله وکړه ـ انځور له ارشيفه

غربي هیوادونو د مسکو پر هغه اعلان شک څرګند کړی چې وايي له کییف سره د مذاکراتو په جریان کې به په رضاکارانه توګه په اوکراین کې پوځي فعالیتونه لږ څه کم کړي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې اوکراینیان دومره "ساده" نه دي چې د روسیې په دغه اعلان باور وکړي ځکه چې په ماریوپول او په نورو مهمو ځایونو کې جګړه اوس هم روانه ده.

د بريتانیې استخباراتي ادارې نن (د مارچ پر ۳۰مه) ویلي چې د روسیې هغه پوځي ډلې چې د جګړې په میدان کې ورته سخت زیانونه اوښتي، بېرته خپل هېواد او ګاونډي هیواد بېلاروس ته په تللو مجبور شوي دي، چې ځانونه بيا منظم کړي.

"دا ډول فعالیت د روس لاجيسټیکي نظام تر لا نور فشار لاندې راوستتلی چې وار له مخه ورباندې بوج زیات دی. دا هغه مشکلات څرګندوي چې روسیه په اوکراین کې دننه د خپلو پوځي ډلګيو د تنظیمولو په برخه کې ورسره مخامخ ده."

روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین حمله وکړه. د روس د حملې په نتیجه کې په لکونو اوکراینیان له خپلو کورونو کډه شوي او زرګونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د برتانیې د دفاع وزارت زیاته کړه، روسیه ښايي خپلو ځمکنيو وړتیاو ته د رسېدلي نقصان ازاله د پوره کولو په خاطر میزایلي بریدونو ته دوام ورکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې داسې وبرېښېدل چې ماسکو او کییف ښايي د دوه اوونيو تر وقفې وروسته په خپلو لومړیو مخامخ خبرو کې پرمختګ وکړ. د دواړو خواو پلاویو د مارچ پر ۲۹مه په استنبول کې خبرې وکړې.

په عین حال کې روسیه د اوکرایني ځواکونو لخوا له مقاومت سره مخامخ شوه او اوکرایني ځواکونه د مرکزي ښار کییف شاوخوا د ځینو سیمو په بېرته نیولو وتوانېدل.

د روسیې د دفاع وزیر الیکساندر فومین په ماسکو کې خبریالانو ته وویل چې د باهمي باور د زیاتولو په خاطر له کییف سره نېږدې او په شمالي ښار چرنییف کې یې تر ډېره حده د پوځي فعالیت د کمولو پرېکړه کړې.

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنکسي د مارچ پر ۳۱مه د اسټرالیا پارلېمان ته د ویډیو لینک له لارې وینا وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG