د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين او روسيې پلاوي په ترکيه کې خبرې کوي


د مارچ پر ۲۹مه د ترکيې ولسمشر د اوکراين او روسيې پلاوو ته وينا کوي
د مارچ پر ۲۹مه د ترکيې ولسمشر د اوکراين او روسيې پلاوو ته وينا کوي

د اوکراین او روسيې پلاوي نن (مارچ ۲۹مه) د ترکیې په استنبول ښار کې نېغ په نېغه خبرې کوي.

دا له تېرو دوو اوونیو په زیاته موده کې د دواړو هېوادونو ترمينځ دا ډول لومړنی ملاقات دی. لتر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمينځ نېغ په نېغه او ویډیويي خبرو کې پرمختګ نه وو شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د امن ترلاسه کولو په خاطر دې ته چمتو دی چې ځان بېطرفه اعلان کړي او کولای شي چې د خپل هېواد د لانجمنو ختيزو سيمو په اړه پر جوړجاړي غور وکړي.

د مارچ پر ۲۹مه تر خبرو وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دواړو پلاوو ته په یوه ټېليویژني وینا کې وویل چې په مذاکراتو کې پرمختګ به د ولسمشر زېلېنسکي او د هغه روسي سيال ولاديمیر پوتین ترمينځ ملاقات ته لاره جوړه کړي. زېلېنسکي ویلي چې په خبرو کې د اوکراین لومړیتوب به حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وي.

روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د ځمکې، هوا او سمند له لارې بريد پيل کړ چې پکې له سخت مزاحمت سره مخامخ ده او تر اوسه پکې روسي ځواکونو او پوځي سامانونو ته ډېر زیان رسېدلی دی. روسيې په داسې حال کې د اوکراین پر ښارونو بمباريو ته دوام ورکړی چې پر نړیوال کچ یې غندنه روانه ده او په سمدستي توګه د ډزبندۍ غوښتنې ورڅخه کېږي.

XS
SM
MD
LG