د لاسرسي ځای

تازه خبر

کانګو کې د شپږو پاکستانيانو په ګډون اته سوله ساتونکي پوځيان وژل شوي


په کانګو کې په ۲۰۱۱ز کال کې هم د ملګرو ملتونو الوتکه رالوېدلې وه.
په کانګو کې په ۲۰۱۱ز کال کې هم د ملګرو ملتونو الوتکه رالوېدلې وه.

په افريقايي هېواد کانګو کې د یوه هېلي کاپټر نسکورېدو په پېښه کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون اته سوله ساتونکي سرتېري وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او پاکستاني چارواکو په وینا دا پېښه د مارچ پر ۲۹مه مخې ته راغلې ده.

د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل انتونیو ګوتېرېش یو ویاند په پېښه کې مخې ته راغلي تلفات تایید کړي او د وژلو شویو اتو واړو کسانو هویت یې په ډاګه کړی دی. په وژل شویو کې پر شپږو پاکستانیانو سربېره، یو یې له روسیې او بل له سربیا سره تړاو لري.

د پاکستان پوځ وايي چې چورلکه د څارنې په ماموریت وه او تر اوسه یې د نسکورېدو دقیق دلیل نه دی معلوم.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې په خبرپاڼه کې ويلي چې په وژل شويو پوځيانو کې لېفټينېنټ کرنل اصف علي اعوان، پايلټ مېجر سعد نعماني، مرستيال پايلټ مېجر فيضان علي، فلايټ انجينير نايب صوبيدار سميع الحق خان، حوالدار محمد اسماعيل او حولدار مجمد جميل شامل دي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان پر پېښې د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده.

د کانګو جمهوریت پوځي چارواکي ادعا کوي چې د اېم ۲۳ په نوم د یاغیانو ډلې چورلکه راغورځولې خو یادې ډلې دا تور رد کړی او وايي، د کانګو پوځ د الوتکې د نسکورېدو مسوول دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG