د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کانګو جمهوریت کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي


چارواکي زیاتوي چې د ميخانې ساتونکو دغه ځانمرګی برید ګر په داخلي دروازه ايسار کړ خو هغه هم هلته چاودنه وکړه. (انځور: ارشیف)
چارواکي زیاتوي چې د ميخانې ساتونکو دغه ځانمرګی برید ګر په داخلي دروازه ايسار کړ خو هغه هم هلته چاودنه وکړه. (انځور: ارشیف)

په افریقايي هيواد کانګو جمهوریت کې يو ځانمرګي برید لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ۱۳ نور یې ژوبل کړي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د ا برید د ډېسېمبر په ۲۵مه د شپې پر مهال په بېني ښار کې په يو ميخانه کې هغه مهال شوې چې ګڼو خلکو د کرسمس خوشالۍ لمانځلې.

چارواکي زیاتوي چې د ميخانې ساتونکو دغه ځانمرګی برید ګر په داخلي دروازه ايسار کړ خو هغه هم هلته چاودنه وکړه.

د حکومت لخوا خپور شوي بیان کې ويیل شوي چې ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي او ممکنه ده د وژل شوو کسانو شمیره لوړه شي.

په حکومتي بیان کې د دې برید تور له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره پر تړاو لرونکي الاييډ ډېموکريټک فورسز ډلې پورې شوی دی. تر دې وړاندې په سیمه کې د دا ډول بریدونو تور هم په دغه وسله والې ډلې پورې شوی. خو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG