د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره چمتووالی نيول شوی


د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۰مه د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ۳۱م مارچ د بلدياتي انتخاباتو لپاره چمتووالی نيول کېږي.
د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۰مه د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ۳۱م مارچ د بلدياتي انتخاباتو لپاره چمتووالی نيول کېږي.

د خیبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايي د روان (۲۰۲۲ز) کال د مارچ پر ۳۱مه يې د صوبې په ۱۸ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره چمتووالی نيولی دی.

انتخاباتي کمېشن په خيبرپښتونخوا کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات اعلان کړې ول چې په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو لکه پېښور، بونير، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هري پور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د روان کال د مارچ پر ۳۱مه د بلدیاتي انتخاباتو په دوهم پړاو کې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمې، اورکزو، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګلې او ملاکنډ په ګډون په ۱۸ ضلعو کې ټاکنې تر سره کېږي.

د خیبر پښتونخوا د الیکشن کمېشن ویاند سهیل احمد نن (د مارچ پر ۳۰مه) مشال راډيو ته ويلي چې انتخاباتي کمېشن د سبانیو بلدیاتي انتخاباتو لپاره تر ۱۶۰۰ زیات د رایو مرکزونه حساسه ګرځولي دي.

"زموږ سره څه د پاسه ۶۰۰۰ پولینګ مرکزونه دي. په دې کې څه د پاسه ۱۶۰۰ ډېر زیات حساس ګرځول شوي دي. په حساسو پولینګ مرکزونو کې به د عامو هغو پرتله زیات امنیتي اهلکاران ګمارل کېږي."

د مارچ ۳۱مې بلدیاتي انتخاباتو کې تر ۲۸ زره زیات نوماندان د بېلابېلو څوکیو لپاره ولاړ دي. بلخوا تر ۸۰ لکه زیات کسان د ووټ ورکولو وړ ګرځول شوي چې پکې نارینه او ښځې دواړه شامل دي.

XS
SM
MD
LG