د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی


افغانستان کې د روانې خوارځواکۍ له امله هره مياشت زرګونه ماشومان مري. انځور له ارشيفه
افغانستان کې د روانې خوارځواکۍ له امله هره مياشت زرګونه ماشومان مري. انځور له ارشيفه

په بشري او د بیړنیو مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال او همغږه کوونکي مارټین ګریفیتس په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت ډېر د اندیښنې وړ بللی دی.

نوموړي پرون (د مارچ پر ۲۸مه) پر ټویټر پاڼه ليکلي چې افغانستان ته یې سفر پرون په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي روغتون له کتنې پیل کړ او د څو ماشومانو له رنځه ډک حالت ورباندې دومره اغېز کړی چې په الفاظو یې نشي بیانولای.

نوموړي زیاته کړه، دوه نوي زېږېدلي ماشومان چې په یوه شیشه یي مخصوص صندوق کې پراته ول، له سختې خوارځواکۍ څخه کړېدل. ښاغلي ګریفیتس ليکلي چې یوه مور چې مخکې یې دوه ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي، ولیده چې پرسختې خوارځواکۍ اخته خپل بل ماشوم يې په غېږ کې وو. د ده په خبره د دې روغتون کارکونکو ورته ویلي چې یوازې پرون درې نوي زېږېدلي ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شول.

د ملګروملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پرسختې خوارځواکۍ د اخته کېدونکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتیدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه غړې بيرګیت شوارځ د مارچ پر ۱۸مه ويلي وو، د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله په افغانستان کې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان د خوارځواکۍ او له لوږې سره تړليو ناروغيو له کبله مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG