د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ډاکټرانو د روغتونونو بېړنۍ څانګې تړلې دي


بلوچستان کې ډاکټرانو د روغتونونو بېړنۍ څانګې تړلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

په بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو او روغتیا پالانو د مارچ له ۲۶مې څخه د ټولو سرکاري روغتونونو بېړنۍ څانګې (ایمرجنسي) د احتجاج په توګه تړلې دي. دوی دا ګام له هغه وروسته پورته کړی چې د مارچ پر ۲۴مه يې د خپلو غوښتنو منلو لپاره د بلوچستان د اعلاوزیر د کور مخې ته پرلت وواهه او پر دې مهال پولیسو ۱۵ ډاکټران او روغتیا پالان ونیول. د ډاکټرانو د احتجاج په اړه د بلوچستان اعلاوزیر د مارچ پر ۲۶مه د صحت صوبايي وزیر په مشرۍ کې یوه بېړنۍ غونډه رابللې وه چې پکې د ډاکټرانو د احتجاج جاج واخلي خو تر دې دمه یې د ډاکټرانو د غوښتنو په اړه کوم رسمي اقدام نه دی شوی. نور په دې ويډيويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG