د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې یو نرښځی وژل شوی، بل ژوبل دی


د پېښور نرښځیان د خپل یو ملګري پر وژل کېدو ژاړي: انځور له ارشیفه
د پېښور نرښځیان د خپل یو ملګري پر وژل کېدو ژاړي: انځور له ارشیفه

د مردان پولیس وايي، د موټر سایکل سپرو وسله لرونکو کسانو په ډزو کې یو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل دی.

د مردان د پولیسو د ایف ايي ار یا لومړني تحقیقاتي راپور ترمخه، په نخښه شوي نرښځیان صابر عرف کوکونټ او سلیمان عرف مڼه بيګا د شپي شاوخوا دولس بجي له یوه میلسه واپس کېدل چې چارسده چوک مردان کي پرې موټر سایکل سپرو کسانو ډزي کړې دي. په دغه برید کې وژل شوی نرښځی صابر یا کوکونټ د سوات سیمې سره تړاو لري. پولیس وايي، بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې په نرښځیانو بریدونه ډېر شوي دي او په تیرو ۱۰ ورځو کې څلور نرښځیان وژل شوي دي.

د نر ښځیانو د حقونو دفاع کوونکي سازمان "ټرانس الائنس" د شمېرو له مخې، د کال ۲۰۱۵ راهیسې ټول پاکستان کې شاوخوا ۱۰۰ خواجه سرا وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG