د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو برهان خېلو قبيلې د ځمکو معاوضې لپاره احتجاج کړی


د مومندو ډېم
د مومندو ډېم

د مومندو برهان خېلو قبیلې د مومندو ډېم لپاره له هغوی اخیستل شویو ځمکو د معاوضې لپاره احتجاج کړی دی.

د مارچ پر ۲۲مه په مونډا سیمه کې د احتجاج پر مهال برهان خېلو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې له خپلې برخې سره سم د ځمکو پيسې، له ډېمه د وتلي نهر تاوان او د خوا او شا سیمو خلکو ته دې نوکرېانې ورکړل شي.

مظاهرينو پر حکومت تور پورې کړ چې له برهان خېلو ځمکې زیاتې اخیستل شوي خو دوی ته یې پيسې کمې مقرر کړي.

د مومندو مرستیال کمېشنر قیصر خان مشال ریډیو ته وویل چې حکومت د برهان خېلو قبیلې پیسې بل چا پسې نه دي لیکلي او د هغو قبیلو سره شوی معاهدې ورسره موجودې دي. د نوموړی وينا وه چې نهر په لانجمنه سیمه کې دې نو ځکه د لانجې تر هواري پورې یې پیسې په سرکاري خزانه کې ایسارې کړي.

پر مومند ډیم د ۲۰۱۹ کال کې کار پیل شوی وو چې د تعمیر لپاره یې له برهان خېلو، اتمان خېلو او عیسی خېلو ځمکې اخیستل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG