د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: وسله وال بريد کې دوه سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي


د خيبر پښتونخوا د باجوړ نقشه
د خيبر پښتونخوا د باجوړ نقشه

د پاکستان پوځ وایي، د مارچ پر ۲۱ مه په باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي. بيان زياتوي چې په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې پرون (مارچ ۲۱مه) په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د نښتې پر مهال درې عام وګړي هم وژل شوي دي.

د خبر پاڼې ترمخه دا پېښه د باجوړ په بلورو نومې سیمه کې شوې ده.

خبر پاڼه کې ادعا شوې چې امنیتي ځواکونو په نښته کې له وژل شویو وسله والو څخه وسلې هم تر لاسه کړي دي.

په دې اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې پر امنيتي ځواکونو او عامو وګړو بريدونه زيات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG