د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو وتلي سندرغاړي کرن خان پر محفل د پېښور پولیسو یرغل


د پښتو د وتلي سندر غاړي کرن خان د یوه سندریز بانډار پر مهال
د پښتو د وتلي سندر غاړي کرن خان د یوه سندریز بانډار پر مهال

د پښتو د وتلي سندر غاړي کرن خان د موسیقۍ پر یوه محفل د پېښور پولیسو چاپه وهلې او د موسیقۍ الات يې ورمات کړي دي.

د واده د خوشالۍ په مناسبت دا محفل د تېر خالی په ورځ (د مارچ په اتلسمه) د یوه ځايي اوسېدونکي دلشاد اپرېدي په حجره کې راجوړ شوی وو.

د مارچ په ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې دلشاد اپرېدي دعوه وکړه چې د پشتخرې پولیس بې د څه اطلاع د الله اکبر په نعرو هغه مهال د ده حجرې ته ورننوتو چې کله کرن خان ټپې زمزمه کولې: ''موږ دا فکر کولو چې جوړ طالبان راغلل، ځکه چې یک دم د الله اکبر شعارونه وو، چيغې وې، خو بیا مو چې وکتل نو دغه ټول کسان د پولیسو په وردۍ کې ول، د دوی شمېره به له دېرشو نه تر پينځه دېرشو وه، د دوی په لاسونو کې کوتکې او ټوپکې وې، دوی په محفل کې ناست خلک هم وهل او له کرن خان سره په سټيج ناست هنرمندان يې هم ووهل، ځینو پولیسو د موسیقۍ الات ماتول او ځينو له خلکو نه موبایل ټيلیفونونه اخیستل، یوه افراتفري جوړه وه او بیا يې د واده له زلمې (زوم) سره یوځای هنرمندان او نور کسان تاڼې ته بوتلل.''

مشال راډیو ته په ترلاسه شوو ویډيوګانو کې ښکاري چې کرن خان سندره وايي، یو کس پر سټيج ناستو هنر مندانو باندې پيسې پاشي او سمدستي د یوې دروازې نه د پشتخرې تاڼې ایس ایچ او ظفر خان له نورو پولیسو سره ډېر په تېزۍ حجرې ته داخلېږي او د محفل د بندولو چیغې وهي، په ځينو عکسونو کې د موسيقۍ مات الات هم پراته دي.

د مارچ په ۲۰ مه له مشال راډيو سره په خبرو کې ظفر خان ادعا وکړه چې په سیمه کې د امن وامان د خطر له امله يې د علاقې د خلکو په شکایت دا محفل بند کړی وو خو د موسيقۍ د الاتو د ماتولو او پر هنرمندانو یې د تشدد تورونه رد کړل.

''د دغه سیمې ولس ډېر غوسه ول او موږ ته يې په بیا بیا شکایتونه کول، نو موږ ځکه دغه محفل ته ورغلو، هسې نه چې هنر مندانو ته مشتعل خلک څه زیان ونه رسوي، نو موږ هنرمندان په خپل حفاظت کې واخیستل، موږ د موسیقۍ الاتو سره هېڅ کار نه دی لرلې بلکې په لارو کوڅو کې د ولاړو مشتعلو خلکو نه مو هنرمندان په حفاظت راویستي دي، په موسيقۍ هېڅ قانوني بندیز نشته خو که د لاؤډ سپیکرو د لوړ غږ نه د ځايي ولس ارام کې خلل پيدا کېږي او هغوی پولیس ته شکایت کوي نو د یو پولیس افسر په توګه بیا دا زما ذمه واري جوړېږي چې حالات کنټرول کړم.''

په تېرو کلونو کې په خاصه توګه په پیښور او په عمومي توګه د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سیمو کې د ځينو توندروه ډلو لخوا هنرمندان وژل شوي، ځورول شوي او په ځينو مواردو کې د خپلو سیمو په پرېښودو مجبوره کړل شوي دي خو د خيبر پښتونخوا د هنرمندانو د اتحاديي مشر راشد خان وايي چې له تېرو څو میاشتو نه د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې د پولیس لخوا ځينې هنرمندان ځورول شوي خو په عمومي توګه په ولسي کچه د هنرمندانو احترام زیات شوی دی.

''له کرن خان سره دا لويه پېښه ده، هغه ډېر لوی هنرمند دی، موږ د دې پولیس اقدام سخته غندنه کوو، موږ مخکې هم پولیسو ته یو خط ليکلی وو، په هغې کې موږ شکایت کړی وو چې ایس ايچ اوګان دې پوهه کړي چې وخت په وخت د هنرمندانو تذلیل نه کوي، موږ د وزیر اعلي د سلاکار بېریسټر محمد علي سیف سره هم په دې اړه غونډه کړې وه، هغه ته مو هم ويلي وو چې هنرمندان د پولیسو له رويي نه سخت تنګ دي، خو که دا رويه بنده نه شوه نو موږ به د صوبې په کچه په احتجاج مجبوره شو.''

مشال راډیو په دې اړه د کرن خان د دريځ معلومولو لپاره په بیا بیا رابطه وکړه خو بریالي نه شو ، بلخوا په ټولنیزو رسنیو د پوليسو د دې اقدام یوشمېر پښتنو فعالانو، سیاستوالو او خبریالانو سخته غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG