د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه او تیرا کې د ړنګ کړل شويو کورونو سروې


د فاټا د بیا بحالې څانګې چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د خېبر ایجنسۍ د باړې په اکا خېل، شلوبر، سپاه او د تیرا په ملک دین خېلو، زخه خېل او ادم خېلو کې د ویجاړ شویو شاوخوا۲۶۰۰کورونو د بیا رغولو سروې مکمل شوې ده او د دغې کورونو مالکانو ته به په په راتلونکي نزدې وخت کې د معاوضې چیکونه ملاو شي او د باړې او په تیرا هغو ټولو برخو کې به دغه سروې تر سره کېږي چېرته چې د جکړو او پوځي عملیاتو په وخت د خلکو کورونه ړنګشوي وو.

خو بیا د باړې او تیرا ځېنې متاثره شوي کسان د دغې سروې شکایت کوي او وایي په دې سیمو کې یو شمېر کورونه پاتې شوي دي او چې د چا سفارش وي د هغوي کار کېږي او د غریبو خلکو کورونه څوک په سروې کې نه شاملوي او باید دا هم په سروې کې شامل کړل شي.

د تیرا زخه خېلو کلیم اپریدي مشال راډیو ته وایي،” څوک په سرکاري دفترو کې تکړه وي د هغوی کار کېږي او چې د چا سفارش نه وي هغه پاتې دی.زما کور تر اوسه چا نه دې لیکلې دغه کورونه د جګړو او پوځي عملیاتو په وخت ویجار شوي او باید دغه سروې دې په شفاف طریقه وشي او د دوی ټیمونه دې هر ړنګ شوي کور ته لاړ شي”.

د باړې یو مشر شاه فیصل اپریدي وایي،”امنیتي ځواکونو د ډکو او روغو کورونو وویستو او چې کله ورته اووه کاله پس بېرته راستانه شوو نو اوس پکې هېڅ هم نه دي پاتې.حکومت له پکار وه چې د کډوالو د ستنولو مخکې یې خلکو ته معاوضې ورکړې وې چې کورونه یې پرې جوړ کړي وې خو دا معاوضه ډېره د ځنډ ښکار شوه”.

د فاټا د بیا بحالې څانګې د خېبر دفتر یو چارواکي انجنیر مظهر رفیق وویل چې “په دې یادو قومونو کې د چا کورونه د سروې پاتې شوي دي نو هغوی کولای شي چې د راتلونکې میاشت په (۵) نیټه په خېبر هاوس پېښور کې زموږ دفتر سره تماس ونیسي او د خپل شناختي کارډ او د وران شوي کور تصویرونو سره دې یو درخواست جمع کړي نو د دوی کورونه به هم په سروې کې شامل شي”.

دوی وایي، مکمل وران شوي کور په سر به څلور لاکه روپې(۴۰۰۰۰۰) معاوضه او نیم وران شوي کور لپاره به یو لاک او شپیته زره روپې (۱۶۰۰۰۰)ورکولای شي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې په باړه د تیرا په میدان برخه کې یوه اوږده موده پس د حکومت واکمني بحال شوې ده او دغه سیمې د وسلوالو نه پاکې کړې شوي دي، او اوس ورته بې کوره شوي خلک هم راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG