د لاسرسي ځای

تازه خبر

بيلجيم کې د یوې مېلې پر ګډونوالو ګاډی ورختلی، پینځه تنه وژل شوي


بیلجیم کې د نننۍ پېښې ځای
بیلجیم کې د نننۍ پېښې ځای

بیلجیم کې د یوې مېلې په ګډونوالو د ګاډي ورختلو په پېښه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي نن (د مارچ ۲۰ مه) سهار مهال له سرښار برسلز څخه ۵۰ کلومیټره لیرې یوه وړوکي ښارګوټي کې یو ګاډی په تیز رفتار سره د میلې پر ګډونوالو ورغلی دی.

په دغه کلتوري مېله کې خوا اوشا ۱۵۰ کسانو برخه اخیسته چې پکې د دودیز پرېډ لپاره په کلتوري جامو کې له ډولونو سره کسان هم شامل ول. په ګاډي کې سواره کسان نیول شوي خو لا هم د پېښې وجوهات مخې ته نه دي راغلي.

بلخوا د بیلجیم ځايي رسنۍ وايي کېدای شي چې په دې ګاډي پسې پولیس لګېدلی وو او له پولیسو د تېښې په وجه د تېز رفتارۍ په نتیجه کې دا پېښه رامنځ ته شوي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG