د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوناما د مارچ پر ۳۱مه د افغانستان لپاره د بشري مرستو راغونډولو کنفرانس جوړوي


د يوناما نخښه. انځور له ارشيفه
د يوناما نخښه. انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانیې په کوربه‌ توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړې ده.

يوناما د مارچ پر ۱۶مې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې پر ۳۱مه نېټه ترسره شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم تیار دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بريتانيې سره همکاري وکړي.

د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ز کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوسمهال له لوږې او بېوزلۍ سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د څلور اعشاريه څلور میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌‌ یې یوازې ۱۳ فيصده مرستې راټولې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG